د ایرنا خبري آژانس د النجباء شبکې څخه په نقل وايي، د فلسطین د مقاومت کمېټو نن دوشنبې د غوايي ۳۱ مه په یوه بیانیه کې اعلان کړی: په ژورې خواشینۍ سره د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي، د وزیر حسین امیر عبداللهیان او د هغوی د ملګري پلاوي یاد ته چې د چورلکې په دردناکه پیښه کې شهیدان شول د تسلیت مراتب وړاندې کوو.
دغه بیانیه کې ټینګار شوی: د فلسطین ملت او مقاومت به هېڅکله هغه خدمتونه هیر نه کړي چې شهیدانو ایت الله سید ابراهیم رئیسی او حسین امیر عبداللهیان زموږ د ملت او د فلسطین د مسئلې لپاره کړي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایت الله سید ابراهیم رئیسي د سپرلۍ چورلکه پرون (یکشنبه د غوايي ۳۰ مه) د قز قلعه سی بند له پرانیستلو او د تبریز د تصفیې د کیفیت د لوړولو پروژې د پرانستلو د اوزی او پیرداوود کلیو تر منځ د دیزمار په ځنګلي سیمه کې له پېښې سره مخ او ولوېده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د تبریز د جمعې امام آیت الله آل هاشم او د خیتځ آذربایجان والي نور هغه کسان وو چې په دغه پېښه کې په شهادت ورسېدل.
د پیغام پای/
Your Comment