AP ۱۴۰۳ غویی ۳۰ ۱۷:۰۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85482304
T T
۰ Persons
د غزې تراډې شمال کې قحطي نېږدې ده/ د رفح اوسېدونکي په جهنم کې اوسي

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د بېړنیو او بشري چارو مرستیال د غزې بندرونو تړل کېدو او د صهیونیستي رژيم له خوا د لېږل شویو مرستو په ځانګړې توګه د غزې شمال ته مخنیوي ته په کتو وايي، د غزې شمال کې قحطي نېږدې ده.

د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ ماریټن ګریفیټس نن یکشنبې د غوايي ۳۰ مه ویلي: د غزې تراډې اوسېدونکي په شمال کې د بندرونو د بندیدو او د مرستو د کمښت په سیوري کې له یوه نه زغمونکي کړکېچ سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړه: د غزې تراډې په سویل کې د رفح ښار اوسېدونکي هم په دوزخ کې ژوند کوي او په تېرو څو ورځو کې له هغو څخه ۶۰۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ګریفیتس وویل: هغه څه چې په غزه کې کېږي د نړیوال بشردوستانه قوانینو څخه سرغړونه ده.

دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار د ادارې (UNRWA) عمومي کمیشنر هم د شنبې په ورځ د صهیونیسټي رژیم له بریدونو وروسته په رفح ښار کې د ناوړه وضعیت او د نورو ۸۰۰ زره کسانو د بې ځایه کېدو د خطر په اړه خبرداری ورکړ.

فیلیپ لازارینی وویل: څه د پاسه اته سوه زره کسان چې د رفح ښار نیمایي نفوس دی د اسرائیلي رژیم د پوځپ عملیاتو له امله تېښتې ته اړ شوي دي.

نوموړي څرګنده کړه: هغه ادعا چې د غزې تراډه کې ملکي وګړي خوندي سيمو ته تللى شي دروغ دي.

د UNRWA کمیسار په دوام کې وویل: بشردوستانه سازمانونه د غزې خلکو ته د خوراکي او اساسي توکو په ګډون اړین توکي نه لري.

لازریني زیاته کړه چې په غزه کې هېڅ خوندي سیمه او ځای نشته او هېڅوک هم په غزه کې خوندي نه دي.

د ایرنا د خبر له مخې د صهیونیسټ رژیم جنګی کابینې له نړیوالو مخالفتونو سره سره د غوايي په ۱۷ مه په رفح ښار باندې ځمکنی برید تصویب کړ.

د صهيونېسټ رژيم فوځ د غوايي له اتلسمې راهيسې د دغه ښار په ختيځ کې د رفح بندر د فلسطيني برخې په ولکه کې دی.

دغه راز د رفح ښار د استوګنې د سیمو په شمول په خپلو ټولو سیمو د صهیونیسټی رژیم د سختو ګوزارونو او هوایی بریدونو شاهد دی او دغه رژیم د رفح په بندر په حملې سره د فلسطین د غزې تراډې یوازینۍ دروازه د نړۍ په مخ وتړله.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .