AP ۱۴۰۳ غویی ۲۷ ۱۴:۲۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85479104
T T
۰ Persons
د افغانستان د سرپرست دولت او ملګرو ملتونو د دفترونو تر منځ د همغږۍ ناسته کابل کې جوړه شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د سرپرست دولت د بېلا بېلو بنسټونو او ملګرو ملتونو د دفترونو تر منځ د همغږۍ ناستې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو نن پنشنبې د غوايي ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دی، چې په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو، د کلیوپراختیا، اقتصاد، مالیې، کورنیو چارو، روغتیا، کډوالو چارو، کرنې، اوبو او برېښنا، صنعت او سوداګرۍ، اطلاعاتو او فرهنګ، د شهیدانو او معلولینو، پېښو ته د رسېدو برخه کې د دولت وزارتونو او دغه راز د کابل ښاروالی د ښاري چارو د انسجام او چاپېریال ساتنې ریاستونو استازو ګډون درلود.

خبرپاڼه زیاتوي: د ملګرو ملتونو سازمان په استازیتوب، د ملګرو ملتونو د بشری او پراختیایی مرستو مسوولینو ترڅنګ، په کابل کې د ملګرو ملتونو د بیلا بیلو دفترونو د OCHA، WFP، UNDP، UNICEF، UN Habitat، FAO، UNHCR، UNESCO, ILO, UNFPA, WHO, UNODC IRC, INTERSOS, NRC, ACBAR, DACAAR او ACF او خصوصي سکتور لوړ پوړو مسوولینو شتون درلود.

په دې ناسته کې په بېلابېلو برخو کې د افغانانو پر اړتیاوو او د افغانستان اسلامي امارت د لومړیتوبونو، په تېر کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د ورکړل شویو مرستو او د دغه سازمان د راتلونکو پلانونو او دواړو خواوو تر منځ د تفاهم او همغږۍ د لا پراختیا په اړه خبرې وشوې. 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وویل: په هېواد کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټولې هڅې د هېواد بیارغونې او پرمختګ ته متمرکزې شي.

نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې د افغانستان اسلامي امارت په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې هیواد بېرته په خپلو پښو ودروي او په بشري او انکشافي برخه کې پر ځان بسیاینې ته ورسېږي، خو د دولت له خوا د ۴۰ کالو جګړو په پایله کې له ویجاړ شوي اقتصاد، په سلګونو زره کونډې، یتیمان او معلولین؛ ګاونډیو هېوادونو ته ملیونونه کډوال؛ د روغتیا سیسټم په بهرنیو مرستو تکیه کول؛ په میلیونونو روږدي؛ د هېواد لویه برخه له ماینونو او ناچاودیدونکو موادو او د زیانونو د جبران او پرله پسې وچکالیو، زلزلې، سېلابونه د اقلیم بدلون او نور طبیعي افتونه له پاره د دولت امکانات کافي نه دي او په لنډ مهال کې نړیوالو مرستو ته اړتیا پاتې ده.

متقي و ویل: له نړيوالو مرستو څخه د اعظمي استفادې لپاره د افغانانو د اړتياوو او لومړيتوبونو له مخې د هغې د وېش بڼه لازمه ده.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو او پراختیایي څانګې مشرې او د یوناما مرستیالې ښاغلي اندریکا روتاوتي د ملګرو ملتونو د فعالیتونو د ارزونې تر څنګ وویل: ملګري ملتونه ته په کار دي چې د مرستو بڼه له بشري مرستو څخه پراختیا ته بدله کړي او هغه ساحې په ګوته کړي چې د ملګرو ملتونو مرستې باید متمرکزې وي.

په دې کتنه کې د افغانستان د سرپرست دولت او د ملګرو ملتونو د دفترونو استازو د لومړیتوبونو د شریکولو او د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره د بېړنیو مرستو په اړه؛ د همکارۍ او همغږي د موجوده روحیې ساتل او زیاتول، د بشردوستانه مرستو څخه پرمختیایي مرستو ته حرکت کول او د توافق شویو مسلو په اړه د مفصل بحث لپاره د تخنیکي میکانیزمونو رامینځته کولو باندې توافق وشو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .