AP ۱۴۰۳ غویی ۲۷ ۱۱:۱۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85478908
T T
۰ Persons
کابل او تاتارستان په افغانستان کې د روسیې سوداګریزې خونې پر جوړېدو ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان او تاتارستام چارواکو د روسې کازان نړیوالې غونډې په څنډه کې په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ خونې پر جوړېدو ټینګار وکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پنشنبې د غوايي ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې د تاتارستان د ولسمشر رستم میني خانوف، د فدراتیفې روسې د وزارت مرستیال دمیتري ولواچ او تاتارستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ کوروبچینکو سره د سرپرست دولت د صنعت او سوداګری سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره د لیدنې خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې د خبر له مخې په دې کتنه کې لومړی مینی خانوف د روسیې او اسلامي نړۍ په ۱۵م نړیوال اقتصادي فورم کې د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سرپرست او ورسره ملګري پلاوي له ګډون څخه د مننې ترڅنګ، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو طبیعي پېښو پر مړو خواشیني څرګنده کړه.

د خبرو په دوام کې دواړو لورو د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ خونې پر جوړېدو، کابل ته د تاتارستان د ولسمشر د سفر، د برېښنا په تولید، د اوبو د لېږد، کانونو، فرهنګي او اقتصادي برخو کې د پانګونې او همکارۍ په اړه ټینګار وکړ. 

د دغه وزارت د خبرپاڼې په پای کې راغلي، چې دواړو لورو د «ولګا» ترانزیتي لارې له لارې افغانستان او سویلي اسیا ته د روسیې د صادراتي توکو د لېږد په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .