هرات کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبې د غوايي ۲۶ مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولایت د مرستیال والي مهاجرفراهي په مشرۍ د بغلان ولایت د سېلاب ځپلو کورنیو لپاره د مرستو راټولولو د همغږۍ غونډې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
دغه غونډه چې د هرات ولايت په مرکز کې د صنعت او سوداګرۍ خونې د رييسانو او د خصوصي سکتور د يو شمېر نورو استازو په شتون کې جوړه شوې وه، د بغلان ولايت له زيانمنو شويو کورنيو سره د مرستو په راټولولو او ليږلو ټينګار وشو.
په دې ناسته کې مهاجر فراهي د هرات د تېرکال په زلزله کې د دغه ولايت د خلکو د همکاريو يادونه وکړه او ويې ويل: اوس د دې وخت رارسېدلى دى چې د بغلان له زيانمنو شويوکسانو سره مرسته وشي.
د غونډې په دوام کې د خصوصي سکتور او سوداګرو او صنعتکارانو له خوا د استوګنې د کورونو د جوړولو او سېلاب ځپلو ته د مرستو د بستې د استولو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د وړاندیز شویو مرستو او همکاریو په اړه د هرات ولایت له مرستیال سره خبرې وشوې.
د خبرپاڼې په پای کې راغلي چې د مرستو د راټولولو بهیر د جمعې تر ورځې پورې غځول شوی او ټاکل شوې چې ټولې راټولې شوې مرستې د راتلونکې شنبې په ورځ بغلان ولایت ته ولېږدول شي.
د پیغام پای/
Your Comment