کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د المپیک ملي کمېټې نن سه شنبې د غوايي ۲۵ مه په یوه خبرباڼه کې ویلي، د والیبال دغه سیالۍ د بامیان ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست په همکارۍ د دغه ورزشي برخې فدراسیون د استازي له خوا د دې ولایت په مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د دوو اونیو په موده پیل شوې.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د غلغله او اطلس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د اطلس لوبډلې د ۳-۱ نمرو په توپیر سره مخالفې لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د ایرنا د خبر له مخې له فوټبال وروسته والیبال په افغانستان کې تر ټولو مشهوره لوبه ده او د هېواد د مرکزي ولایتونو په ګډون په بېلابېلو ځایونو کې د ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وختونو کې ترسره کېږي.
د پیغام پای/
Your Comment