AP ۱۴۰۳ غویی ۲۵ ۱۶:۰۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85476908
T T
۰ Persons
افغانستان کې د سېلابونو له امله ۴۰ زره ماشومانو خپله سرپناه له لاسه ورکړې

 کابل- ایرنا- د ماشومانو د ساتنې ادارې اعلان کړی دی، چې افغانستان کې د ورورستیو سېلابونو له امله څه کم ۴۰ زره ماشومانو خپله سرپناه له لاسه ورکړې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ماشوماانو د ساتنې ادارې نن سه شنبې د غوايي ۲۵ مه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان شمال کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله کورونه په مکمل ډول ویجاړ شوي دي.

د دغه راپور د معلوماتو پر بنسټ بغلان ولایت کې د ویجاړونکو او وژونکو سېلابونو له امله ۱۲ زره د استوګنې کورونه نړیدلي، کابو ۸۰ زره تنو په سېلابونو کې هر څه له لاسه ورکړي دي.

دغه سازمان تر دې مخکې هم خبر ورکړی و، چې یوازې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله څه باندې ۳۰۰ زره ماشومان زیانمن شوي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې د موسسې مشر ارشد ملک د نوي راپور له مخې: په بغلان کې کورنۍ د خپلو عایداتو لپاره په کرنه تکیه کړې او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه د خړوبولو له امله په لندبل بدله شوې چې دا به وخت ونیسي چې د دوی ژوند او معیشت بیا رغول شي.

دغه سازمان همداراز زیاته کړه: د خپل بیړني پلان د یوې برخې په توګه یې په بغلان کې یو ګرځنده کلینیک جوړ کړی دی.

د دې راپور پر بنسټ، په دې کلینیک کې نارینه او ښځینه ډاکټران، د رواني روغتیا او د ماشومانو د خوندیتوب متخصصین او همدارنګه د ماشومانو لپاره ګرځنده ځایونه شامل دي.

د ایرنا د خبر له مخې د وروستیو شمېرو له مخې، یوازې په بغلان ولایت کې په تېرو څو ورځو کې د سېلابونو له امله له ۳۱۵ ډېر کسان مړه او تر ۱۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .