AP ۱۴۰۳ غویی ۲۵ ۱۳:۳۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85476718
T T
۰ Persons
د پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې د جاپان همکارۍ خلکو ته کاري فرصتونه برابروي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت سرپرست وايي، په کرنیز، روغتیا او بنسټیزو پرمختیايي پروژو د پلي کولو به برخه کې د جاپان همکارۍ به خلکو ته کاري فرصتونه برابر کاندي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسوولینو نن سه شنبې د غوايي ۲۵ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره کابل کې د جاپان له سفیر تاکا یوشي کورومیا سره د اقتصاد وزارت د سرپرست قاري دین محمد حنیف د لیدنې خبر ورکړی دی.

په دې لیدنه کې د جاپان سفیر د اقتصاد وزارت سرپرست ته د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره د خپلو بشري او بېړنیو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

نوموړي د اقتصاد وزارت سرپرست ته د جاپان د پلانونو او همکاریو په اړه هم معلومات ورکړل یادونه یې وکړه، چې جاپان د روغتیایی خدمتونو د عرضې د ښه کولو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د (WHO) د دفتر له لارې ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د کورومیا په وینا، دغه راز جاپان د ماشومانو د واکسین د پروسې د پلي کولو لپاره د یونیسف د دفتر له لارې 6.9 میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د خبرو په دوام د جاپان سفير د اقتصاد وزارت سرپرست ته د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې له کروندګرو سره د نشه يي توکو د کرکيلې د بديل پروژو په پلي کولو کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د اقتصاد وزارت سرپرست د جاپان له بشري او بېړنیو مرستو څخه د هرکلي په ترڅ کې د کرنې، روغتیا او زیربنایي برخو کې د پراختیايي پروژو پلي کول د افغانستان د خلکو په ګټه وګڼل.

دين محمد حنيف د پرمختيايي پروژو په پلي کولو کې د جاپان همکاري د خلکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د خدمتونو د عرضې د ښه والي په برخه کې ګټوره وګڼله.

دغه راز په دغو خبرو کې د اقتصاد وزارت سرپرست څرګنده کړه چې له بزګرانو سره د مرستې او د جاپان له خوا د نشه يي توکو د بديل معيشت د پروژو تطبيق په تدريجي ډول د بېوزلۍ په کمولو او د کورنيو او بزګرانو د اقتصاد په پياوړتيا کې اغيزمن دی.

د لیدنې په پای کې د جاپان سفیر یو ځل بیا د اقتصاد وزارت سرپرست ته د افغانستان له خلکو سره د دغه هېواد د بشري او پرمختیايي مرستو د دوام او چټکتیا او د جاپان او افغانستان د ډیپلوماتان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د هر اړخیزې همکاري ډاډ ورکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .