کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو نن سه شنبې د غوايي ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د ځوانانو برخې استازي ابراهیم سره د ځوانانو چارو معین محمد یونس راشد د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو د انګلیسي او کمپیوټر برخو کې د ځونانو د ظرفیت لوړونې او ښوونځیو کې د فریلانسینګ (انلاین سوداګرۍ) جوړېدو په اړه خبرې اترې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین محمد یونس راشد و ویل: په ښوونځیو کې د انلاین سوداګریزه مرکزونو په جوړېدو سره به ځوانان تر زده کړو لاندې ونیول شوي تر څو د تعلیم په دوره کې هم وکولی شي عاید ولري.
راشد زیاته کړه؛ دا لړۍ به په تدریجي ډول ولایتونو او ځینو ولسوالیو ته هم وغځول شي.
په ورته وخت کې د یونیسف د ځوانانو برخې رییس د انلاین سوداګریزه مرکزونو جوړولو برخه کې د خپل لوری د پوره مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د پیغام پای/
Your Comment