کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د هرات ولایت د ورزش عمومي ریاست نن دوشنبې د غوايي ۲۴ مه اعلان کړی چې د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د ITTAF فدراسیون د استازولی له خوا په دغه ولایت کې د تکواندو لوبلړۍ د ۹۰ لوبغاړو په شتون کې پیل شوه.
د دغه راپور له مخې په هرات ولايت کې د تکواندو د سياليو په پایله کې د افغانستان د ځوانانو د کلپ ورزشکارانو ۹ د سرو زرو، ۶ د سپينو زرو او يو د برونزو مډالونه وګټل.
په همدې ډول د یوسفزیو د چمپینز کلب لوبغاړو ۶ د سرو زرو، ۴ د سپینو زرو او ۲ د برونزو مډالونه وګټل او د دغه پړاو د سیالیو دویم مقام یې خپل کړ.
د پیغام پای/
Your Comment