کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پترولیم وزارت د یکشنبې په شپه په یوه خبرپاڼه کې د اوزبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي او ترانسپورټ له وزیر عصمت الله ایرګاشوف او ورسره تخنیکي ټیم سره د کانونو وزارت د سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دغه لیدنه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ویلي: افغانستان او اوزبیکستان ښې اړیکې او پخواني ګډ فرهنګي او دیني مشترکات لري، اسلامي امارت د دغه دواړو دوستو هېوادونو تر منځ د ګډو همکاریو د دوام او پراختیا غوښتونکی دی.
دلاور د ټولیز امنیت، ملي حاکمیت او په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو په اړه د یادولو په ترڅ کې زیاته کړه: د اسلامي امارت پالیسي اقتصاد ته متوجه ده او غواړي له نړۍ سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي، او موخه یې د لویو نړیوالو پانګونو جذبول، په ځانګړې توګه په کانونو باندې ځکه افغانستان د نفتو او ګازو له زیرمو بډایه دی.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې کتنه کې د اوزبیکستان لوړ پوړي پلاوي هم د دغه هېواد په شمالي ولایت کې د سېلاب ځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند او افغانستان ته یې د راتګ موخه د اړیکو پراختیا او په ځانګړې توګه د د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي فعاليتونو وبلله او د افغانستان په معدنونو کې د زياتې پانګونې په موخه د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو او پټروليم له وزارت څخه د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه، تر څو د پانګې اچونې زمینه برابره کړي او د پانګونې عملي کارونه ترسره شي.
په دې کتنه کې د اوزبیکستان د کانونو د سترو شرکتونو يو شمېر رييسانو چې په دغه پلاوي کې يې ګډون کړى و، د نفتو او ګازو او د ډبرو سکرو په کانونو کې د پانګونې د لېوالتيا په اړه خبرې وکړې ويې ويل چې دغه شرکتونه د ژورو استخراج په برخه کې تجربه او عصري وسايل لري او چمتو دي چې په افغانستان کې د تیلو او ګازو او ډبرو سکرو په سکتور کې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان په معدنی زیرمو کې د پانګونې په برخه کې د اوزبیکستان د حکومت او سوداګرو د لېوالتیا هرکلی وکړ ویې ویل: د کانونو او پټرولیم وزارت د اوزبیکستان له حکومت او سوداګرو سره هراړخیزو همکاریو ته د دې لپاره چې په کانونو او سرچینو په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو په کانونو پانګونه وکړي چمتو دی.
د دې ناستې په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر دوام او پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ د کانونو او پټرولیم وزارت د کاري کمېټو او پلاویو د ګمارنې د عملي کار د چټکتیا او پیل پرېکړه وشوه.
د پیغام پای/
Your Comment