په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ثور د مياشتې په اتلسمه نيټه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه وزارت اطلاعاتو ته د لاس رسي رياست په مشرۍ د وزارتونو او مرکزي رياستونو له وياندويانو سره د همغږۍ په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سياحت رياست په تالار کې د يوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ، د نشراتو معین مولوي ضیاالحق حقمل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مولوي الهام حلیمي، اطلاعاتو ته د لاس رسي رئیس او مرکزي رئیسانو ګډون کړی و. د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د مرکزي دولت د رياستونو د وياندانو، د رسنيو د مسوولينو او خبريالانو په ګډون جوړه شوې وه، چې د دولتي ادارو له خوا رسنيو ته د معلوماتو پر چټک او پر وخت رسولو ټينګار وشو.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، اطلاعاتو ته د لاسرسي رييس مولوي الهاملي په دې غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت هغه مکتوب ولوست، چې په کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته لارښوونه شوې وه، چې په هرو درېيو مياشتو کې د وياندويانو لپاره روزنيز سيمينار جوړ کړي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې: د دغې غونډې په دوام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه څرګنده کړه چې د دولتي ادارو وياندان په خپل مسووليت پوه دي او په وخت سره له رسنيو سره معلومات شریک کړي.
خیرخواه د عامه پوهاوي په برخه کې د رسنیو رول مهم وباله ویې ویل: د همغږۍ غونډه د نشراتي چارو د ښه والي په موخه جوړه شوې وه، نوموړي د دولتي ادارو له ویاندویانو هم وغوښتل چې د اسلامي امارت لاسته راوړنې په ښه توګه منعکس کړي.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتيق الله عزيزي هم د د غې غونډې د جوړولو هدف له رسنيو سره د مرکزي څانګو د وياندويانو همغږي ویې ویل: نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، اطلاعاتو ته د خپرونو د چارو د ښه والي په موخه دا ډول غونډې له دې وروسته په دریو میاشتو کې یو ځل جوړیږي.
عزيزي زياته کړه، چې په درې مياشتنيو غونډو کې به د وياندويانو ستونزې، وړانديزونه او غوښتنې مطرح کېږي او د بېلابېلو څانګو له وياندانو يې وغوښتل، چې د اسلامي نظام د بقا لپاره کار وکړي او خپلې خپرونې له خپلو رسمي ژبو پښتو او دري تر څنګ په نورو ژبو هم خپرونې ولري او رسنیو ته معلومات ورکړي.
د پیغام پای/
Your Comment