کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نیمزو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نفتي توکو او سمنټو د چاڼ له هغه فابریکو څخه چې له څو کلونو راهیسې له فعالیت لوېدلې وې او له ۳۰۰ زیات کارکوونکی یې بې کاره شوي وو لیدنه وکړه.
نورالدین عزیزي په نیمروز ولایت کې د «عبید نوري» د تیلو د چاڼ له فابریکې څخه چې د ملیونونو ډالرو په لګښت پیرودل شوې او لا هم نه ده فعاله شوې او د «میرویس عطايي» د تیلو د تصفیې له غیر فعالې فابریکې څخه هم لیدنه وکړه.
عزيزي له يادو فابريکو څخه د ليدنې پر مهال وويل، چې دغه فابريکې د ملي پانګې يوه برخه ده او بيا يې فعالول د اسلامي امارت له مکلفيتونو او لومړیتوبونو څخه دي.
د صنعت او سودارګری وزارت سرپرست د یادې فابریکې د بیا فعالولو په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د پیغام پای/
Your Comment