AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲ ۱۴:۱۱
Journalist ID: 5513
News ID: 85463153
T T
۰ Persons
پر لمونځ کوونکو برید له دین او رب پالنې سره دښمني ده

کابل- ایرنا- د افغانستان له جهادي او سیاسي مشرانو څخه ګلبدین حکمتیار هرات کې د ترهګریز برید په غبرګون کې ویلي، پر لمونځ کوونکو برید له دین او رب پالنې سره دښمني او له جومات او عبادت څخه نفرت دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ ګلبدین حکمتیار نن چهارشنبې د غوايي ۱۲ مه د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ کې د امام زمان پر جومات برید ته په غبرګون کې په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د هرات ګذره كي پر لمونځ كوونكو وحشيانه بريد د هغو مفسدينو عمل دی، چي مأموريت یې له ديانت او خداي پالني سره دښمني او له جومات او معبد د دوى متنفر كول دي.

هغه لیکلي: ؛ اسلام موږ ته وايي: د مسيحيانو او يهودانو مساجد او معابد مه ورانوئ، زاهدان او عابدان ئې مه وژنئ، او فرمايي: چا چي لا إله إلا الله وويل سر، مال او عزت ئې له موږ خوندي دئ، قرآن وايي: يوازي له هغو سره وجنګېږۍ چي ستاسو خلاف جنګېږي، نو بايد پوه شو چي دا پټ مخي جاني مفسدين به څوك وي او د دوى خلاف څه بايد وشي؟

د حکمتیار په وینا، دا چي مظلوم او تش لاسي لمونځ كوونكي په جومات او د لمانځه په حال كي په نښه كوي؛ علاج یې دا دی چي ټول افغانان د دوى خلاف داسي گډي مقابلې ته ملا وتړي لكه د كمونستانو خلاف د دوى گډه مقابله.

د افغانستان دغه جهادي او سیاسي مشر داعش ته صهیونیست ویلي وايي، دوى د صهيونست نتنياهو په څېر دي چي 7 مياشتو كي یې 34 زره غير محارب فلسطينيان ووژل. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .