AP ۱۴۰۳ غویی ۱۱ ۱۵:۳۹
Journalist ID: 5513
News ID: 85462186
T T
۰ Persons

د موټر چلولو جواز برېښنايي کېږي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۱ ۱۵:۳۹
News ID: 85462186
د موټر چلولو جواز برېښنايي کېږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال دفتر په نږدې راتلونکي کې د موټر چلولو جواز د برېښنايي کېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر مطبوعاتي دفتر نن سه شنبې د غوايي ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې د موټر چلولو جواز د برېښنايي کېدو په اړه بحث کړی دی.

په دې ناسته کې د موټر چلولو د جواز د برېښنايي کېدو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.

خبرپاڼې زیاته کړې: له هراړخيزو بحثونو وروسته د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې د کاري فشار په باب اقتصادي کمېسيون ته طرحه وړاندې شوه چې د موټر چلولو جوازونو برېښنايي کېدو د چاپ چارې دې د ترافيکو عمومي رياست ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې د ترافيکو د عمومي رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کورنيو چارو وزارت په همغږۍ به ډېر ژر د خلکو او خصوصي مشارکت له لارې د موټر چلولو د جواز او برېښنايي جواز د ورکړې پروسه پيل او د تصويب په موخه به اقتصادي کمېسيون ته وسپارل شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .