کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر نن سه شنبې د غوايي ۱۱ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ رییس او د اترا د مسوول سره په ګډه ناسته کې په دغه ولایت کې د مخابراتي او انټرنیټي شبکو پر پراختیا خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې زياته شوې: د پنجشير والي د پنجشير دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له رياست څخه وغوښتل په هغو سيمو کې چې سيګنالونه کمزوري دي، مخابراتي شبکې بايد پياوړې شي او د مخابراتي شبکو شرکتونه بايد په ښو او عامه کارونو کې ونډه واخلي.
د خبرپاڼې پر بنسټ په پنجشیر ولایت کې به د "سلام" مخابراتي شبکې څلور سایټونه ډېر ژر په فعالیت پیل وکړي.
محمد اغا حکيم هم په دې غونډه کې د غير راجستر شويو سيم کارتونو پر ثبتولو ټينګار وکړ او په ورته وخت کې يې د ګرځنده ټيمونو جوړول او استول د دې بهير د پرمخبيولو لپاره يو ښه ګام وباله.
په ورته وخت کې د پنجشېر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست هم وويل: د ولايت مقام او د مخابراتو رياست په هلو ځلو به په پنجشير کې د دغه رياست له خوا څلور سايټونه جوړ شي او د دغو سايټونو په پيل سره به د مخابراتو او د انټرنېټ پوښښ پراخ او پياوړی شي.
په دې کتنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس د مخابراتي شبکو له مسوولینو وغوښتل چې په دغه ولایت کې د عامه ګټو په برخه کې کار وکړي او هېوادوالو ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو کې هڅي وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment