AP ۱۴۰۳ غویی ۱۱ ۸:۵۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85461434
T T
۰ Persons
۱۱۲ میلیون متره مکعبه اوبه د کمال خان له بند څخه ایران ته رسېدلې

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان د کمال خان له بند څخه ۱۱۲ میلیون متره مکعب اوبه ایران خاورې ته رسېدلې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دوشنبې د غوايي ۱۰ مه تهران کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، د افغانستان او ایران تر منځ د ۱۳۵۱ ام کال تړون پر اساس ایران او د ایران ملت د افغانستان څخه د خپلې حق آبې غوښتنه په ټولو ناستو او خبرو اترو کې د سرپرست دولت له چارواکو سره مطرح کړې دي.

کنعاني زياته کړه: د روان کال له پيله د شویو تړونونو په چوکاټ کې د کمال خان بند څخه د اوبو د خوشې کولو بحث پيل وو او د دې تړون د ژمنتیا او مراعات او د ایران د حقونو د تامین په اړه د افغان لوري د اعلامیې په چوکاټ کې، موږ اوس مهال د ایران پولو ته د اوبو د جریان شاهدان یو.

د ایران اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د هغو اطلاعاتو له مخې چې ما تر لاسه کړي دي، د دې اوبو له خوشي کېدو راهیسې تر دې دمه څه د پاسه ۱۱۲ ملیون متر مکعبه اوبه د ایران سرحدونو او خاورې ته داخلې شوې او د اوبو بهېدنه دوام لري.

د کنعاني په وینا له کجکي بند څخه د اوبو د ايستلو لړۍ هم پيل شوې ده، هیله لرو چې د کمال خان بند په اوبو کې د دې اوبو حجم زیات شي او ایران ته د ننوتو اوبو حجم به هم ورسره زیات شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .