کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبې د غوايي ۱۰مه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) وروستي راپور ته په غبرګون کې وویل: «بشري مرستې د نړیوالو مرستندویه موسسو په واک کې دي او اسلامي امارت یوازې د وېش بهیر څاري او دا کار د دې لپاره کوي چې بې عدالتي ونه شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت هم د بشري مرستو د وېش په بهیر کې هر ډول لاسوهنه رد کړه.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل: اسلامي امارت په هېڅ صورت د مرستو د ویش په بهیر کې مداخله نه کوي او په دې اړه هر ډول راپور په کلکه ردوي.
نظري زياته کړه: له مرستندويه او نړيوالو موسسو سره زموږ هڅې د همکارۍ پر بنسټ ولاړې دي، ځکه هغوى په دې حالت کې زموږ له خلکو سره مرسته کوي او موږ هم ورسره يو.
نظري ټینګار وکړ: زموږ پالیسي د نړیوالو قوانینو او د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې له مرستندویه ادارو سره همکاري او تعامل دی، له همدې امله موږ تل د مرستندویه ادارو د مرستو هرکلی کوو.
د پیغام پای/
Your Comment