کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او کابل کې د دغه هېواد سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي: د هر هغه نوښت چې رغنده وي، هغه که د یوه واک لرونکي استازي چې صلاحیتونه یې معلوم وي ټاکل وي او یا بل څه خو چې د افغانستان شرایط ورسره ښه شي باید هرکلی یې وشي.
کاظمي قومي د افغانستان د سرپرست دولت رسمیت پېژندلو ته په اشارې سره وویل: د حکومتونو په رسمیت پېژندنه د هغه هېواد د خلکو په اراده پورې تړلې ده، هغه څه چې موږ څو ځلې وړاندې کړي دي، هغه څه چې د افغانستان خلک یې وايي، زموږ له خوا تصویبېږي.
کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت دغه چارواکي په افغانستان کې پرمختګونه د ګاونډیو هېوادونو د ملی امنیت په ګټو باندې اغېزمنه مسئله وبلله ویې ویل: نړیواله ټولنه باید په دې پوه شي چې د افغانستان له ستونزو څخه د وتلو په صورت کې، که چېرې د نړیوالې ټولنې اندیښنه د ترهګرۍ په اړه وي، نو موږ باید په هغه چوکاټ کې چې په ګډې وي په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو په توګه د دې دولت سره مرسته وکړي.
کاظم قمي له کابل سره د تهران د همکاریو پیاوړتیا د اعتماد د رامنځته کولو لپاره د سرپرست دولت د هڅو یوه اړتیا وبلله.
د پیغام پای/
Your Comment