AP ۱۴۰۳ غویی ۱۰ ۱۰:۰۴
Journalist ID: 5513
News ID: 85460289
T T
۰ Persons
بایډن د امریکا وروستیو ۷۰ کلونو کې تر ټولو ناخوښه ولسمشر نوم خپل کړ

کابل- ایرنا- په یوه تازه نظر پوښتنه کې د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن د دغه هېواد د خلکو تر منځ د تر ټولو ناخوښه ولسمشر نوم خپل کړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د امریکا د ګالوپ په تازه نظر پوښتنه کې چې یکشنبې د غوايي ۹ مه خپره شوې ښکاري، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په تېرو ۷۰ کلونو کې تر ټولو کم محبوبیته ولسمشر دی.

د دغه نظر پوښتنې پر اساس د بایډن محبویت ان د ۷۰ مې میلادي لسیزې له ولسمشرانو ریچارډ نیکسون او جیمي کارټر څخه هم کم دی.

د ګالوپ نظرپوښتنه ښيي، چې ۸۱ کلن بایډن د ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په خواشینۍ سره ۳۸.۷ سلنه درجه خپله کړې ده.

د دې راپور له مخې، د ټاکنو ورځې ته نږدې۶ میاشتې پاتې دي، بایډن په کمزوري حالت کې دی.

د امریکا د ۸۱ کلن ولسمشر ناخوښي په ځانګړې توګه د سرحدونو د وضعیت، کډوالۍ او د غزې پر وړاندې د اسراییلو د جګړې په اړه د بایډن د حکومت د دریځونو په برخه کې ډېره ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .