د افغانستان پر کانونو د پانګونې لپاره د چیني پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چیني پانګوال غواړي د افغانستان پر کانونو لا زیاته پانګونه وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت نن یکشنبې د غوايي ۹مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره چین کې د افغانستان د سفیر مولوي بلال کریمي سره د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د لیدنې خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ په دغه لیدنه کې دواړو لورو په بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه پر لویو او وړو کانونو د پانګونې او قرادادونو په اړه خبرې اترې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک، د امو سیند د نفتو د حوزې، تاله و برفک او د عینک II د مسو د قراردادونو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکټور کې د پانګونې شرایط روښانه دي او موږ د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي. یو له مهمو شرایطو څخه دا دی چې پروسس به په هېواد کې دننه وي او ټول ملي او نړیوال پانګه وال کولای شي د هیواد په معدنی زیرمو کې هم پانګونه وکړي.

سرپرست وزیر دغه راز د تخار ولایت په چاهاب ولسوالۍ کې د سرو زرو د استخراج او د کوچنیو او لویو کانونو د قراردادونو د ترلاسه کولو په اړه هم خبرې وکړې.

په چين کې د افغانستان سفير بلال کريمي هم په چين کې د امو سيند د نفتو او مسو د کانونو د قراردادي شرکتونو له مشرانو سره د خپلو کتنو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې چينايي پانګوال غواړي د افغانستان په کانونو کې لا زياتې پانګونې وکړي.

ده دغه راز وويل: د استخراجي صنايعو د ودې لپاره يې د ځينو مقرراتو پلي کول اړين وګڼل او ژمنه يې وکړه، چې د کانونو په پروژو کې د چين د پانګوالو د پانګونې د جلبولو په برخه کې به له هېڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .