د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې ټاکل شوط، د ایران د سړک د نوم تختې د پرانېستلو مراسم د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر آیت الله رئیسي تر رسمي خبرو وروسته په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا تر سره شي.
دا سړک چې پخوا د اسلام اباد ښار د ۱۱ سړک په نوم یادیده، نن دوشنبې په داسې حال کې د ایران د اسلامي جمهوریت لوړ پوړی پلاوی چې پاکستان ته سفر کوي، د «ایران» په نوم نومول کېږي.
د ایراني او پاکستاني مشهورو شخصیتونو په نوم د سړک نومول د دواړو هېوادونو د کلتوري اړیکو یوه برخه ده.
د ایران اسلامي جمهوریت له پاکستان سره د ژورو کلتوري اړیکو په لرلو سره په تهران کې سړکونه او لویې لارې د پاکستان، اقبال او محمد علي جناح په نومونو ونومولې.
د پیغام پای/
Your Comment