کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبې د غوايي ۲ مه د افغانستان د اقتصاد په اړه د نړیوال بانک وروستی راپور رد کړی دی.
مجاهد ویلي: په تېر کې د افغانستان اقتصاد له رکود سره مخ خو د اسلامي امارت په حاکمیت، د امنیت په ټینګښت، ارادې او ژمنتیا اوس د هېواد اقتصادي سیستم روښانه او د پرمختګ په حال کې دی چې ښه راتلونکې به ولري.
په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت هم د نړیوال بانک وروستی راپور رد کړی ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت او بازارونو کې د توکو بیې په یوه حالت ساتل شوې، له پولي پړسوب څخه مخنیوی شوی او د لویو پروژو په پلي کولو سره د بېکارۍ کچه ټیټه شوې ده.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري د دې په څرګندولو سره چې سرپرست دولت له نشه يي توکو سره د مبارزې، د اداري فساد د له منځه وړلو او د پراختیايي پروژو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې، له نړیوال بانک څخه وغوښتل چې په خپلو راپورونو کې د افغانستان مثبت ټکي په پام کې ونیسي.
نړیوال بانک په داسې حال کې دا راپور خپروي چې افغانستان دا مهال د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په ځانګړې توګه د جنوبي او مرکزي اسیا له هېوادونو سره پراخې اړیکې لري او د کانونو د استخراج قراردادونه هم لري چې د دغه هېواد د اقتصاد له زیربناوو څخه یو له بل څخه وروسته بل د کورنیو شرکتونو سره او د بهرني لخوا لاسلیک شوی.
چد پیغام پای/
Your Comment