AP ۱۴۰۳ غویی ۲ ۱۱:۳۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85451654
T T
۰ Persons
هېچا ته د ښځو د حقونو د پښو لاندې کولو اجازه نه ورکوو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان له مرسیتال سره لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د هغوی حقونه تر پښو لاندې کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغان چارواکو سره د خپلو لیدونو په لړ کې د افغانستان د سرپرست دولت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي سره لیدنه کې د منکراتو د منځه وړلو برخه کې د دغه وزارت د هڅو ستاینه کړې ده.

په دې کتنه کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پلاوي په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه د رسنیو تبلیغات ناسم او بې اساسه وبلل.

پلاوي زیاته کړه: د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره په مثبتو اړیکو باور لري او په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.

په دې ناسته کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي وویل، اسلامي امارت په دریو کلونو کې د زرګونو ښځو میراثي حقونه بیرته واخیستل او هغوی ته یې تسلیم کړل او د بدو بدل کې د ښځو ورکولو ناسم دود یې په بشپړه توګه له منځه یوړ. 

حنفي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د ښځو مشروع حقونو ته ژمن دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .