کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز ویلي، د افغان – قزاق نندارتون به د کابو ۸۰ افغاني او قزاقي سوداګریزو شرکتونو په شتون کې په کابل کې جوړ شي.
د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز دغه راز ویلي، چې د افغان – قزاق نندارتون پرانستو لپاره چمتوالی روان دی او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه هم د تېرې پشنبنې په ورځ د دغه چمتوالي څخه لیدنه وکړه.
د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډ نندارتون د بریالیتوب خبر ورکړی وو.
د پیغام پای/
Your Comment