کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دوشنبې په شپه د وري ۲۷ مه په تلېفوني اړیکه کې د سیمې د وروستیو تحولاتو او تهران او پکن تر منځ د اړیکو په پراختیا د نظر تبادله وکړه.
امير عبداللهيان خپل چينايي سيال ته د اسرائيلي رژيم د استکبار او په دمشق کې د دغه هېواد د سفارت په نښه کولو په وړاندې د ايران د وسله والو ځواکونو د ديپلوماتيکو هڅو او مشروع اقدام په اړه معلومات ورکړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دوام وویل: موږ سپینې ماڼۍ ته په واضحه توګه خبرداری ورکړ چې که صهیونیست رژیم د ایران د ګټو او امنیت په خلاف خپل ترهګریز بریدونه تکرار کړي، د تهران ځواب او راتلونکی اقدام به پرېکنده، فوري او پراخ وي.
په دغه ټیلیفوني اړیکه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر هم د سیمې د پرمختګونو په هکله د خپل هېواد دریځ روښانه کړ ویې ویل: چین په دمشق کې د ایران په سفارت برید په کلکه غندي او هغه یې د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل بولي.
وانګ یی زیاته کړه: موږ تل په امنیت شورا کې د ایران اسلامی جمهوریت د عادلانه غوښتنو ملاتړ کړی دی، سره له دې چې موږ په امنیت شورا کې د اسرائیلو د رژیم د غندلو برخه کې د امریکا د حکومت د خنډونو او د لوېدیځو هېوادونو د دوه مخي چلند شاهدان یو.
د چین د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې خپل امریکايي سیال ته یې په ټیلیفون د ایران د بنسټیزو دریځونو په اړه خبر ورکړی او تل یې په سیمه کې د سولې او په غزه کې د اوربند پر ټینګښت ټینګار کړی دی.
وانګ يي ټینګار وکړ: چين او ايران اسلامي جمهوريت ستراتېژيک ملګري دي او بېجينګ په ټولو برخو کې د ايران مقام ته ډېر اهميت ورکوي.
د پیغام پای/
Your Comment