تهران له افغانستان سره د سیمه ییزه تعاملاتو رامنځ ته کولو هڅه کې دی

کابل- ایرنا- کابل کې د ایران سفارت چارواکي وايي، تهران له کابل سره د سیمه ییزه تعاملاتو رامنځ ته کولو په لټه کې دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي نن سهار د افغانستان د سرپرست دولت له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

مرتضوي په دغه لیدنه کې د افغانستان په محوریت د سیمه ییزه تعاملاتو زیاتوالي ته په اشارې څرګنده کړه: تهران له کابل سره د سیمه ییزو تعاملاتو د بشپړولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي او په دې برخه کې ښه اقدامات شوي دي.

په کابل کې زموږ د هېواد د سفارت مرستیال څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د هېڅ حکومت او ګاونډي هېواد په خلاف د اقدام کولو ځای نه دی او د افغانستان په حالاتو کې هم د دغه هېواد په خلاف د اقدام اجازه نشته.

مولوی عبدالکبیر همدارنګ د افغانستان له خلکو سره د ایران اسلامی جمهوریت د ملاتړ له امله مننه وکړه او د صهیونیستي رژیم په وړاندې د تهران ځواب یې مشروع دفاع وبلله.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .