کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان له سیاسي مشرانو څخه ګلبدین حکمتیار نن یکشنبې د وري ۲۶ مه په یوه بیانیه کې ویلي: د ایران اسلامي جمهوریت ځوابیه برید د دغه هېواد مسلم حق وو.
حکمتیار زیاته کړې: دا یو مثبت پرمختګ دی چې په اسلامي نړۍ کې موږ داسې یو هېواد وینو چې په سیمه کې د امریکا د جنایتونو پر وړاندې د عکس العمل او غچ اخیستنې لاره غوره کوي، نه د شرمناکه چوپتیا او ذلیل تسلیمي.
د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت هم د اسرائیلو په خلاف د ایران اسلامی جمهوریت پوځی اقدام له مشروع دفاع څخه بللی دی.
د ایران اسلامی جمهوریت د انقلابی ګارډ ځواکونو په خپل لومړنی غچ اخیستونکی اقدام کې نن سهار په نیواکګرو سیمو نن یکشنبې د وري ۲۶ سل توغندی او ډرون وویشتل.
د پیغام پای/
Your Comment