د ایرنا خبري آژانس د راپور پر اساس د ایران اسلامي جمهوریت سپاه پاسداران ځواک نن یکشنبې د وري ۲۶ مه په یوه اعلامیه کې په اشغالي سیمو کې پر ځانګړو اهدافو د بې پیلوټه او راکیټي بریدونو تر سره کولو خبر ورکړی دی.
د ایران اسلامي جمهوریت سپاه پاسداران په اعلامیه کې راغلي:
بسم الله الرحمن الرحیم
إِنَّا مِنَ الْمُجْرِمِینَ مُنْتَقِمُونَ
د ایران اسلامي جمهوریت شهید پالونګی ملته.
په دمشق کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت په قونسلګرۍ د برید او د ایران د جنرالانو او فوځی سلاکارانو د شهادت په شمول د صهیونیسیی رژیم د بې شمېره جنایتونو په ځواب کې، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران زړورو ځواکونو نن یکشنبې د وري ۲۶ مه . سهار وختي د «وعده صادق» په نوم عملیاتو په ترڅ کې د دغه ناقانونه رژیم د سزا د یوې برخې په توګه د لسګونو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله په اشغال شویو سیمو کې په بریالیتوب سره په نښه کړل.
د دې عملیاتو جزییات چې د ایران اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په مشرۍ د ملي امنیت د عالي شورا په منظورۍ او د اسلامي انقلاب د زړورو ځواکونو په ملاتړ او ملګرتیا سره ترسره شول. د ایران د پوځ او د دفاع وزارت او د وسله والو ځواکونو په ملاتړ به ډیر ژر د ایران د اتلو خلکو او د نړۍ آزادو خلکو ته ښايي ورسول شي.
وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ
په ورته وخت کې عبري او عربي رسنیو د نواتیم پر هوايي اډه د ایران اسلامي جمهوریت د بې پیلوټه الوتکو او راکیټي بریدونو د تر سره کېدو خبر ورکړی دی.
د پیغام پای/
Your Comment