اسلامي هېوادونه بايد ژر تر ژره د اسرائيلو د ظلمونو لاس لنډ کړي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت مشرتابه د کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام کې له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې په غزه کې د اسرائیلو د ظلمونو مخنیوی وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت مشر ملا هبت الله اخندزاده نن شنبې د وري ۱۸ مه د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې لیکلي: د فلسطین مسله د ټول اسلامي امت مسله ده، موږ له هېوادونو غواړو چې د اسرائیلو د ظلمونو مخنیوی وکړي او ژر تر ژره یرغل پای ته ورسوي.

د سرپرست دولت مشر ټینګار وکړ چې د اسلامی امت مسوولیت دی چې د فلسطین د مظلوم ملت په بشپړه توګه ملاتړ وکړی او د خپل توان په حدودو کې په یو غږ د فلسطینیانو ترڅنګ ودرېږی.

ملا هیبت الله اخوندزاده د بشری حقوقو په نړیوالو ادعا کونکو سختې نیوکې وکړې  ویې ویل: د افسوس ځای دی چې په نړۍ کې د بشری حقوقو مدعیان د فلسطین ظلمونه ویني او تر اوسه هېڅ نړیوالې ډلې د دغو ظلمونو د بندولو لپاره عملی اقدام نه دی کړی او مسئولیت یې نه دی ادا کړی.

د پيغام په يوه بله برخه کې راغلي: افغانستان له څو لسيزو ناامنيو، ګډوډۍ او ستونزو سره مخ دى، له ډېرو سرښندنو، قربانیو او کارونو وروسته الله جل جلاله ورته لوی اجر ورکړی چې دلته یې د امنیت فضا حاکمه کړه، بهرنی او داخلي امنیت یې برابر شو، ظاهري امنیت دا دی چې د خلکو ژوند، مال او عزت په کې خوندي وي، باطني امنیت دا دی چې استقلال او خپلواکي په کې راغلې وي او دا د الله تعالی لوی نعمت دی.

ملا هبت الله اخوندزاده وویل: د افغانستان اسلامي امارت د خپل شرعي تګلارې په چوکاټ کې له هر چا سره د متقابل احترام په اساس ښې اړیکې غواړي او په هر صورت غواړي چې د اسلامي امارت په نیک نیت شک ونه کړي. زموږ ژمنه او تعهد یو دی او له دوی څخه هیله کوو چې د افغانستان هویت، ګټو او عزت ته پام وکړي او له دوی څخه غواړو چې له موږ سره ښې اړیکې ولري.

د سرپرست دولت مشر ټینګار کړی: موږ د سیمې له ټولو هېوادونو سره د اسلام د سپیڅلي دین په رڼا کې د متوازنې او اقتصادې تګلارې په چوکاټ کې پر مخ روان یو او د ښو دیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو غوښتونکي یو. دوی باید د افغانستان امنیت، ثبات او پرمختګ یو ښه فرصت وګڼي، له موږ سره د پخوا په پرتله ښې اړیکې پراخې کړي، له موږ سره د باور فضا رامنځته کړي او د همکارۍ پر روحیه ولاړه تګلاره غوره کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .