AP ۱۴۰۳ وری ۱۵ ۱۳:۰۳
Journalist ID: 5513
News ID: 85433740
T T
۰ Persons
د دولتي مامورینو د وري میاشتې معاشونه باید ورکړل شي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د رهبرۍ د حکم له مخې د دولتي کارکوونکو د وري میاشتني معاشونه ورکول کېږي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د مالیې وزارت نن چهارشنبې د وري ۱۵ مه د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په تړاو د ملا هبت الله اخوندزاده نوی فرمان اعلان کړی دی.

د مالیې وزارت وايي، که څه هم تر اوسه د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال بودیجه تصویب شوې نه ده، خو د رهبرۍ د ځانګړي لارښوونې او د روژې د مبارکې میاشتې او د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د معاشونو د ورکړې لړۍ پیل شوه او دولتي کارکوونکو ته معاش ورکول کېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .