د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن دوشنبې دوري ۱۳ مه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي د غزې په تراډه کې د صهیونیستانو وحشتناک جنګي جنایتونه د نړۍ د خلکو د سترګو په وړاندې دوام لري!
کنعاني لیکلي: په دیرالبله ښار کې د الاقصی د شهیدانو د روغتون په شاوخوا کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو د خیمو بمبار چې د زیات شمېر فلسطینیانو د شهادت او ټپي کېدو سبب شو، د صهیونیستي رژیم د ماشومانو د وژلو وروستی جنایت نه دی چې ټول نړیوال قوانین او مقررات یې تر پښو لاندې کړي دي.
د ایران اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ: د دغو جنایتونو د دوام د سمدستي مخنیوي او د صهیونیستي جنایتکارانو قانوني او قضایي محاکمه د نړیوالو بنسټونو او ټولنې او د نړۍ د عامه افکارو د ټاکلو مسئولیت دی.
کنعاني زیاته کړې: د غزې د کلابند اوسېدونکو په وړاندې د صهیونیستي رژیم وحشیانه جنایتونه د هغه د منافقو ملاتړو په تندی باندې یو ابدي او نه هېریدونکی داغ دی.
د پیغام پای/
Your Comment