AP ۱۴۰۳ وری ۱۱ ۱۵:۰۲
Journalist ID: 5513
News ID: 85430932
T T
۰ Persons
روسیې د افغان – ترانس ریل پټلۍ برخه کې همکارۍ ته چمتوالی وښوده

کابل- ایرنا- د روسیې د اوسپنې پټلۍ وزارت مرستیال د افغان – ترانس ریل پټلۍ د جوړېدو په برخه کې د خپل هېواد همکارۍ لپاره چمتوالی اعلان کړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ نن شنبې د وري ۱۱ مه د افغانستان د سرپرست دولت د ریل پتلۍ ادارې مشر بخت الرحمن شرافت د روسیې د اوسپنې پلټۍ وزارت مرستیال الیاف کازاکوف سره کابل کې لیدلي دي.

د کازاکوف او شرافت تر منځ له خبرو اترو وروسته، روسیې د خواف- هرات د اورګاډي د پټلۍ په جوړولو کې همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ، چې د دې پروژې د علاقمندو هېوادونو لپاره د یو مثبت ګام په توګه و ارزول شو.

دا په داسې حال کې ده چې کازاکوف په دې وروستیو کې له بخت الرحمن شرافت سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې د روسیې حکومت د افغان – ټرانس او هرات – بولدک اورګاډي د پټلۍ په جوړولو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

هغه همدا راز ژمنه وکړه چې د روسیې د ریل پټلۍ اداره به یو زیات شمیر افغان کارګرانو ته مسلکي روزنه ورکړي.

د ایرنا د خبر له مخې، له دې مخکې د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې د افغان - ترانس د اورګاډي د پټلۍ په جوړولو کې ګډون وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .