AP ۱۴۰۳ وری ۷ ۱۵:۲۱
Journalist ID: 5513
News ID: 85427900
T T
۰ Persons
سرپرست دولت: غزه کې د سمدستي اوربند هرکلی کوو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د سمدستي اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د طرحې د تصویب هرکلی وکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبې د وري ۷ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او نفوذ لرونکو هېوادونو څخه غوښتي چې د فلسطین د نسل وژنې د مخنیوي لپاره له پریکړو پرته عملي ګامونه پورته کړي او د فلسطین د مسئلې د اساسي حل لپاره د عادلانه لارو په لټه کې شي.

په اعلامیه کې راغلي؛ اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په غزه کې د بیړني اوربند د طرحې د تصویب هرکلی کوي او په عین حال کې د اوربند د دوام په اړه د حماس او د فلسطین د خلکو په عمومي دریځ، د وتلو غوښتنه کوي. د ټولو نیواکګرو ځواکونو، غزې ته د پراخو بشردوستانه مرستو رسول، خپلو سیمو ته د بې ځایه شویو فلسطینیانو راستنیدل، د غزې ښار بیارغونه او د محاصرې پای ته رسیدل د دې ملاتړ کوي او تاییدوي.

په دغه اعلاميه کې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه غوښتل شوي، چې ژر تر ژره په غزه کې د اوربند د عملي کېدو ډاډ ورکړي او د اوسني کړکېچ مخه ونيسي.

د دغې اعلامیې په پای کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او له نفوذ لرونکو هېوادونو څخه غواړي چې د فلسطین د نسل وژنې د مخنیوي او د فلسطین د مسئلې د بنسټیز حل لپاره د عادلانه لارو چارو د لټولو لپاره له پریکړو پرته عملي ګامونه پورته کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .