کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصادي مرستیال دفتر نن یکشنبې د وري ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د څه باندې څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د څلورو ساختماني او د برېښنا د تولید د پروژو قرارداد د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، برشنا شرکت او خصوصي سکتور ترمنځ د حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې هوکړه لیک لاسلیک شو.
خبرپاڼه زیاتوي: په دغو پروژو کې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په هرات ولایت کې د دوو سب سټېشنونو جوړول او په دغه ولایت کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي غځول، ، د کابل ښار په کوتي سنګي سیمه کې د یوه سوداګریز مارکېټ جوړول، په هلمند ولایت کې د سوداګریز مرکز او اپارتمانونو جوړول شامل دي.
چارواکو زیاته کړې، چې په دغو پروژو کې به شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ پانګونه وشي، چې په دې سره به د هېواد ملي عاید زیات او سلګونو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د پانګونې دغه پروژې د پانګې اچونې د بين المللي کميټې او اړوندو رياستونو په هلو ځلو پلې کېږي.
د پیغام پای/
Your Comment