کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو نن (پنشنبې د سلواغې ۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې تېره ورځ د بامیانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د هنري آثارو نندارتون او سیالي په لار اچول شوې ده.
د چارواکو په وینا، په دغه نندارتون کې د نقاشۍ، خطاطۍ، حکاکۍ، شبکه کارۍ، میناتورۍ او اسلامي هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي دی.
د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي و ویل: د بامیانو ولایت مشرتابه د هنرمندانو د هنري آثارو د ودې څخه ملاتړ کوي، ځکه هنرمندان او نقاشان د اسلامي فرهنګ په خپرولو او د خلکو په یووالي کې مهم رول لري.
د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي صفي الله راید د دغه نندارتونو او هنري آثارو د سیالۍ په اړه و ویل، چې په دغه نندارتونو کې ۴۲ تنه هنرمندانو خپل هنري آثار نندارې ته وړاندې کړي او هر یوه یې یوازې حق درلود چې یو آثر سیالۍ ته وړاندې کړي.
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاته کړه، چې په دغه نندارتونو کې د یادو ۴۲ آثارو سربېره ۲۸ نور آثار هم د هنرمندانو له خوا نندارې ته وړاندې شوي، چې په ټول کې ۷۰ آثاره نندارې ته وړاندې شوي دي.
د ښاغلي راید په وینا، د دغه آثارو لروونکو څخه ۲۵ هغو ته ډالۍ ورکړل شوې، چې د لومړي مقام لرونکي ته یې ۴۵۰۰ افغانۍ، دویم ته یې ۳۵۰۰ او درېیم ته یې ۲۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
د پیغام پای/
Your Comment