په فاریاب کې د خطاطۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په فاریاب ولایت کې د خطاطۍ درې ورځنی نندارتون د پرانیستلو خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رمضان مبارک میاشتې د راتلو په مناسبت د خطاطۍ د آثارو درې ورځنی نندارتون د مسؤلینو، هنرمندانو، خوشنویسانو، کلتورپالو او د هنر مینه‌والو د دې ریاست په عامه کتابتون کې جوړ شو.

 د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس‌الدین محمدي د محلي خطاطانو له استعداده ستاینه وکړه او ویې ویل: د خطاطۍ هنر زموږ په ديني او کلتوري تاریخ کې ځانګړی ځای لري؛ دغه هنر چې د اسلامي نړۍ په تاریخ کې همېشه د یوه لوړ هنر په توګه پېژندل شوی، نه یوازې د ديني او علمي مفاهیمو په لېږدولو کې مهم رول لري، بلکې د یو هنري ژبې په توګه، بې‌ مثاله ښکلاوو ته یې په خپل زړه کې ځانګړی ځای ورکړی.

 هغه زياته کړه: دغه نندارتون د خطاطانو دې بې‌ساري هنري آثارو د نندارې او پېژندګلوۍ لپاره بې مثاله فرصت دی چې په خپلو هنري لاسونو سره یې دغه هنر ته ځانګرې ښکلا ورکړې ده.

 د ایرنا د خبر له مخې، په دې نندارتون کې د ۹ تنو خطاطانو او لیکوالانو ۸۹ د خطاطۍ او رسامۍ تابلوګانې نندارې ته اېښودل شوې دي.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .