AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۴ ۲۰:۰۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85749265
T T
۰ Persons

Tags

د بامیان ولایت د غلغلې ښار ځینې برخې بیارغول کیږي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۴ ۲۰:۰۹
News ID: 85749265
د بامیان ولایت د غلغلې ښار ځینې برخې بیارغول کیږي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په راتلونکي کال کې د بامیان ولایت د غلغلې ښار د ځینو برخو د بیارغونې اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو نن چهارشنبه د سلواغه په ٢٤مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو د غلغلې ښار چې د بامیان یو له مشهورو تاریخي سیمو څخه دی، له عمومي وضعیت څخه لیدنه وکړه.


 

د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس سيد مصطفى صالح وويل: دا ښار د افغانستان د اسلامي دورې له پخوانیو او تاریخي ښارونو څخه دی.

د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د یونیسکو نړیوالې ادارې په مرسته د دې ښار ځینې سیمو بیا رغونه وکړي

 همدارنګه د بامیان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د (۰۱۲) قطعې اړوند مسؤلینو څخه وغوښتل چې په منظم ډول د دې ښار امنیتي وضعیت وڅېړي او د خپل مسوولیت په چوکاټ کې د غیر قانوني ودانیو جوړونو د مخنیوي او د تاریخي آثارو د ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي.

 د ایرنا د خبر له مخې، د بامیان ولایت د غلغلې ښار د افغانستان یو له مهمو لرغونو اثارو او د نړۍ د کلتوري میراثونو یوه برخه ګڼل کیږي. د غلغلې ښار دوه زره کاله لرغونی دی چې د تاریخ په اوږدو کې څو ځله ویجاړ شوی او د لومړي ځل لپاره د چنګیز خان له خوا ویجاړ شوی دی.

 دا ښار د خپل دود او ښکلا له امله له ٢٠١٢ راهیسې د یونیسکو د اثارو په لیست کې ثبت شوی.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .