AP ۱۴۰۳ کب ۶ ۲۱:۲۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85761445
T T
۰ Persons

Tags

ایراني شرکتونه د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونه کوي

کابل – ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې د دوو ایراني او یوه افغان شرکت د پانګونې خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو نن دوشنبه د کب په ۶ مه اعلان وکړ چې د دغه وزارت د د انرژي معین ملا عبدالهادي یعقوب د دغه معینیت د یو شمېر رئيسانو په شتون کې د توسعه برق آریانا او اطلس مهدیار آسمان هشتم ایراني شرکتونو او د مډرن نور اطلس برېښنا رسوني خدمتونو افغاني شرکت له مسؤلینو سره وکتل.

 نوموړو شرکتونو مسؤلینو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا انرژي پروژو د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

 د انرژي معین د لمریزې برېښنا انرژي د تولید په برخه کې د نوموړو شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې اوس په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او مونږ له ټولو کورنیو او بهرنیو شرکتونو څخه غواړو چې په افغانستان کې د برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

 نوموړي د يادو شرکتونو له مسوولينو سره ژمنه وکړه، چې د پانګونې په برخه کې به همکاري کوي.

 د ایرنا په وینا، افغانستان اوس مهال شاوخوا ٢٠ سلنه د اړتیا وړ بریښنا په داخل کې تولیدوي او پاتې ٨٠ سلنه له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي.
 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .