په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د جمعې په شپه د فراه والي مولوي غوث الدین د ایران د اسلامي جمهوریت له یوه پلاوي سره ولیدل.
د فراه والي د دواړو هېوادونو په اقتصادي ودې، ښو اړیکو او د زیاتو غونډو په ترسره کولو ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رسول مهاجر هم د سوداګریزو اړیکو پر زیاتوالي، د زیاتو سړکونو او اسانتیاوو پر جوړولو ټینګار وکړ او اعلان یې وکړ چې په فراه کې د ۷۸ میل سړک د جوړولو ستونزې به ژر حل او بشپړې شي.
سید محمد رضا هاشمي وویل چې، موجوده ظرفیتونو ته په پام سره، موږ چمتو یو چې د نوي کیدونکي انرژۍ سکتور کې د تخنیکي پوهې د لیږد لپاره په ګډه همکاري وکړو او د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې د اړتیا وړ بریښنا چمتو کړو.
هغه زیاته کړه: د ماهیرود پولې له لارې افغانستان ته د ۹۴۱ ملیون ډالرو په ارزښت ۲،۹۱۴،۰۰۰ ټنه توکي صادر شوي دي، او څرنګه چې د ماهیرود پوله د فراه څخه بندر عباس ته تر ټولو لنډه ټرانزیټ لاره ده، نو دا پوله لاره له ۵۰۰ کیلومترو څخه زیاته کموي.
هاشمي د ماهیرود پولې د کاري ساعتونو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ او د سوداګرو او مسافرو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره یې د هڅو اعلان وکړ.
هغه وویل: د افغان لوري په همکارۍ د میل ۷۸ او دوکوهانه پولې د پرانستلو لپاره اړین چمتووالی شتون لري.
د پیغام پای/