په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، چينايي رسنيو خبر ورکړی، چې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د روسيې د امنيت شورا منشي سرګي شویګو په بېجينګ کې سره وکتل او د امنيتي همکاريو د پياوړتيا، د افغانستان د حالاتو او د منځني ختيځ د تحولاتو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
دواړو خواوو موافقه وکړه چې د چين او روسيې ترمنځ د ستراتيژيکو امنيتي خبرو اترو نوی پړاو به په مناسب وخت کې تر سره شي.
د ایرنا د خبر له مخې، په افغانستان کې د لویدیځ له ماتې وروسته د ختیځو قدرتونو (چین، روسیې او ایران) دغه هیواد ته ځانګړې پاملرنه کړې او په مختلفو ابعادو کې د افغانستان د حالاتو د ښه کولو لپاره هلې ځلې کوی.
د پیغام پای/