کابل- ایرنا- یوې پاکستانۍ رسنۍ په پوځ کې د خپلو سرچینو په حواله ادعا کړې چې د دغه هېواد پوځ هڅه کوي چې د افغانستان جګړې ته یو ځل بیا امریکا داخل شي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، پاکستاني رسنۍ «ډراپ سایټ نیوز» په یوه راپور کې ادعا کړې چې د دغه هېواد پوځ په پام کې لري چې په افغانستان کې د داعش پورې تړلې ډلې پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي؛ د باخبرو سرچینو په وینا، دا اقدام د امریکا د ملاتړ د بیا ترلاسه کولو او په سیمه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د یوه متحد او همکار په توګه د بدلولو په موخه دی.

 دغه راپور زیاتوی چې دا سرچینې وایی چې اسلام اباد په افغانستان کې خپل احتمالی عملیاتو ته د امریکا د قانع کولو لپاره له پاکستان سره د نږدې امنیتی اړیکو د بیا پیلولو لپاره د یوې لارې په سترګه ګوری او وایی چې دا عملیات د داعش پورې تړلو ډلو پر ضد دی چې په پاکستان او بهر کې په ترهګریزو بریدونو تورن دی.

«ډراپ سایټ نیوز» همداراز ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د تاوتریخوالی زیاتوالی ښايي د پاکستان د پوځ مطلوبه نتیجه ترلاسه نه کړي، ځکه ډونالډ ټرمپ له سیمې څخه د امریکا وتل د خپلې بهرنۍ تګلارې لومړیتوب بللی دی.

 د احتمالي جګړې د پایلو په اړه فکر وکړئ!

«ډراپ سایټ نیوز» زیاته کړې، چې د جنرال منیر پلان افغانستان ته د جګړې د پراخولو لپاره د ځینو پاکستاني چارواکو اندېښنې راپارولي، ځکه دوی په دې سیمه کې د بهرنیو قدرتونو د بیا ښکېلتیا په اړه شک لري. یوې باخبره سرچینې ویلي: دا جګړه به د سیمې لپاره ویجاړونکې وي. دا جګړه به نه یوازې د پاکستاني پوځیانو او افغان ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شي، بلکې کولی شي جنوبي اسیا نوره هم بې ثباته کړي او لوېدیځه نړۍ به په یوه لویه جګړه کې ډوب کړي.

په یوه احتمالي جګړه کې د امریکا ښکېلتیا به څنګه بڼه غوره کړي؟

 رسنیو زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد د کوچنیو پلانونو خبره په عام محضر کې کړې، خو باخبره سرچینې وايي، چې د دوی په پلانونو کې په افغانستان کې د هوايي بریدونو او ژورو پوځي عملیاتو په ګډون پراخ عملیات شامل دي.

  لوړپوړو حکومتي چارواکو چې د نوم نه ښودلو په شرط یې له «ډراپ سایټ نیوز» سره خبرې کولې وویل چې جنرال منیر غواړي په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شتون د دې عملیاتو لپاره د یوې پلمې په توګه وړاندې کړي او په دې توګه امریکا دې ته وهڅوي چې له پاکستان سره پوځي همکاري وکړي او د وسلو مرسته وکړي. ویل کېږي چې پېښور ته د نوموړي وروستی سفر د دې عملیاتو د چمتو کولو او د پوځي قوماندانانو د مورال د پیاوړتیا لپاره و.

 د پاکستان پوځي مشرتابه هم هڅه کړې چې د داعش خراسان ډله د یوې سیمه ییزې ستونزې او حتی د امریکا لپاره د ګواښ په توګه معرفي کړي او په دی وسیله هیله لري چې د واشنګټن پوځي ملاتړ ترلاسه کړي. د ۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کې د پاکستان د پوځ د ګډو ځواکونو لوی درستیز «ساهیر شمشاد میرزا» د برتانیې په یوه ټینک ټنک کې په خپله وینا کې دا ګواښ کړی و.

 هغه وویل: په افغانستان کې د طالبانو حکومت نه دی توانیدلی چې د دوحې په تړون کې خپل مکلفیتونه په تیره بیا د ترهګرو ډلو د کنټرولولو، د ټول شموله حکومت د رامینځته کولو او د ښځو او بشری حقوقو د ملاتړ په برخو کې ترسره کړی.

 میرزا زیاته کړه: موږ د پاکستان پر ضد د تروریستي بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې د کار اخیستو په اړه ډېر اندېښمن یو. ناارام سیمې اوس د تحریک طالبان پاکستان او نورو نړیوالو ترهګرو سازمانونو تر کنټرول لاندې دي. دغه لوړپوړي پاکستاني جنرال دا خبرداری هم ورکړی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو نه ژمنتیا ښايي د داعش په څېر ډلو ته د ودې زمینه برابره کړي او حتی د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو په څېر ګواښونه رامنځته کړي.

 پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د جنرال میرزا خبرې د پوځ د هڅو یوه لویه برخه وه چې امریکا دې ته وهڅوي چې سیمې ته ورشي. په تېر یو نیم کال کې د پاکستان پوځي مشرانو په وار وار له غربي هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې د افراطي ډلو د ځپلو لپاره د پاکستان له هڅو زیات ملاتړ وکړي. په افغانستان کې د پوځي پلانونو تر څنګ د پاکستان پوځ د هېواد دننه په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي دي. دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان او پاکستان په پوله کې د تاوتریخوالي زیاتیدل، په شمول د دسمبر په ٢٠٢٤ کې د پاکستان د هوایي ځواک لخوا د هوایي برید په شمول چې لږ تر لږه ٤٦ کسان یې ووژل چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.

د پیغام پای/