کابل- ایرنا- په عین حال کې د پاکستان د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه شوي ده، په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست ډاډ ورکړی چې په پاکستان کې به د افغان کډوالو د ټولو بشري حقونو د تامین لپاره کار وکړي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، په اسلام اباد کې د افغانستان د سرپرست حکومت د سفارت مسوولينو نن د مرغومی په ٢٢مه، وویل چې د دغه سفارت سرپرست سردار احمد شکېب په اسلام‌آباد او راولپنډی کې د مېشتو افغان کډوالو له يو شمېر استازو سره وکتل.

د مهاجرینو استازو د اسلام آباد د امنیتي بنسټونو په وروستیو اقداماتو په ځانګړې توګه د مهاجرینو په کورونو د ځورونې، نیولو، وهلو ټکولو او د مهاجرت کارتونو لرونکو مهاجرینو د زنداني کولو په اړه اندیښنه وښوده او غوښتنه یې وکړه چې د دې ننګونو مخه دې ونیول شي.

 په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مشر په ټول پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرینو د دوسیو د تعقیب او د ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او د مهاجرینو د ټولو بشري حقونو د تامین لپاره د هڅې اعلان وکړ.

 شکيب دغه راز د مهاجرينو استازو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به له پاکستاني چارواکو سره شريکوي او هڅه به وکړي، چې شته ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

 د ایرنا په وینا، په دې وروستیو کې د پاکستان پولیسو په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د نیولو او شړلو لپاره کور په کور هڅې ګړندۍ کړې دي.

د پاکستان په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال وايي، د پاکستان پولیس حتی قانوني کډوال له وېزې او د اوسېدو کارتونو سره اخراج کوي.

د پیغام پای/