د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د سه شنبې په ورځ یوې لوېدیځې رسنۍ په یوه راپور کې وویل چي ایران د لوېدیځ د بندیزونو له خنډه تېر شوي دي او لیکلي یې دي: د لویدیځ له ډېرو سختو بندیزونو سره سره ایران د خپلو تېلو د خرڅلاو لپاره یو ستر نړیوال بازار جوړ کړی چې په کې د بیړیو مجموعه او علاقه لرونکي پیرودونکي په اسیا کې شامل ده.
رویټرز د ۲۰۱۸ کال له اټمي موافقې څخه د امریکا وتلو او پر ایران د بندیزونو سختولو ته په اشارې سره لیکلي: د نفتو د صادرونکو هېوادونو د سازمان (OPEC) د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې د ایران د تېلو تولید له ۲۰۱۸ کال وروسته تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
رویټرز هم د امریکا د انرژۍ د اطلاعاتو د ادارې په حواله لیکلي دي: ایران په ۲۰۲۳ کال کې ۵۳ میلیارده ډالره عاید ترلاسه کړی دی. تیر کال له دغه ځای څخه د ایران عاید ۵۴ میلیارده ډالره وو.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې د ایران د نفتو د تولید او صادراتو اندازه په ۲۰۱۸ کال کې د نفتو د تولید او صادراتو اندازه (کله چې امریکا له برجام څخه ووتله) ته نږدې ده.
رویټرز د جنورۍ په شلمه (د سلواغه لومړی نیته) د «ډونالډ ټرمپ» د دوهمې ادارې پیل او له ایټمي موافقې څخه په وتلو او د ایران په وړاندې د بندیزونو په سختولو کې د هغه رول ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: تمه کیږي چې ټرامپ به بیا د ایران د نفتو د صنعت په وړاندې د اعظمي فشار پالیسي پلي کړي، خو د ایران د بندیزونو د مخنیوي طریقه په خپل ځای پاتې ده.
د ایرنا د خبر له مخې، مخکې له دې د جوبایډن د ادارې د بندیزونو د سیاستونو د ناکامۍ او د ایران د نفتو د عایداتو زیاتیدو ته په اشارې سره، د امریکې د «نېشنل انټرسټ» ورځپاڼې د ایران د نفتو د صادراتو په اړه د انرژۍ د معلوماتو د ادارې نوی راپور د اوباما او بایډن د بندیزونو د ناکامۍ د ترخې تجربې یادونه کړې ده.
د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې د ایران د نفتو صادرات له ۲۰۲۰ کال راهیسې څلور چنده زیات شوي او په ۲۰۲۳ کال کې له ۱۶ میلیارد ډالرو څخه ۵۳ میلیاردو ډالرو ته رسېدلي دي.
نېشنل انټرسټ د دغې پېښې د لامل په اړه په خپله څېړنه کې ليکلي، چې درې لاملونه د دې پام وړ بدلون لامل شوي دي: د بایډن د ادارې له خوا د بندیزونو ضعیف تطبیق، د نړۍ د نفتو د بیو لوړوالی، او د نفتو لپاره د چین تنده، چې له تهران سره د بیجینګ نږدې همکارۍ سبب شوي ده.
د انرژۍ په برخه کې د اتلانتیک شورا لوړپوړی شنونکی «آریل کوهن» ادعا کوي چې بایډن په رسمي ډول د ایران پر وړاندې د نفتو کوم بندیزونه لغوه نه دي کړي، خو ایران په رسمي ډول چین ته هم نفت نه دي صادر کړي. تهران د خپلو نفتو د کارګو د مبدا او منزل د پټولو لپاره د ډیرو نامعلومو شرکتونو او ټانکرونو څخه کار اخلي. حتی یو شمیر امریکایی کښتیو او لوژستیک شرکتونو په حقیقت کې چین ته د ایران د تیلو په لیږدولو کې مرسته کړې ده.
دغه امریکایی فکری تینک تانک په دې خبرې سره چې په تیرو څو کلونو کې ستر اقتصادی تمایلات د ایران په ګټه وو او زیاته یې کړه: د امریکې د انرژۍ د اطلاعاتو د ادارې د رپوټ له مخې د ایران د خامو تیلو په اوسط کلنۍ بیه کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله په ۲۰۲۰ کال کې د هر بیرل ۲۹ ډالرو څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۸۴ ډالرو ته د هر بیرل بیه لوړه شوې ده. له دې سره چې متحده ایالات د تیلو په بیو کې محدود نفوذ لري، د بیو لوړیدو ایران ته اجازه ورکړه چې تیل وپلوري او ډیرې ګټې ترلاسه کړي په ورته وخت کې د بایډن اداره د بندیزونو په پلي کولو کې پاتې راغلي.
دغه راپور همداراز د ایران د نفتو په صنعت کې د چین اغیزه مهم وباله او یادونه یې وکړه چې چین ته د ایران د نفتو صادرات له ۲۰۱۹ کال راهیسې څلور چنده زیات شوي چې په هغه کال کې د ورځې له ۳۰۸ زره بیرلو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۱.۲ ملیون بیرلو ته ورسېدل.
په هرصورت، په دې موده کې له چین څخه بهر ځایونو ته د ایران صادرات په چټکۍ سره کم شوي.
راپور تاکید وکړ: احصائیې د امریکا او اروپایی اتحادیې د بندیزونو د مخنیوی لپاره د چین زیاتېدونکی لیوالتیا او په دې برخه کې له ایران سره همغږی ښيي. چین په بېلابېلو میاشتو کې د ایران د تېلو د صادراتو ۸۹ سلنه برخه اخیستې ده.
د پیغام پای/