د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، معاریو صهیونیسټي رسنۍ د چهارشنبې په شپه په یوه راپور کښ ولیکل: له سختو بندیزونو سره سره د ایران د نفتو صنعت د بار وړلو له لارې پرمختګ کړی دی.
د دغې صهیونیسټي رسنۍ د ادعا له مخې ایران د خپلو باروړونکو کښتیو فعالیت پټوي او آسیايي پیرودونکي د ایران په اقتصاد کې پانګونې ته دوام ورکوي. د اوپیک د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د ایران د نفتو صادرات ۵۳ میلیارده ډالره وو او په ۲۰۲۴ کال کې د دغه هېواد د تېلو تولید د تېرو کلونو په پرتله(٢٠١٨) اوج ته رسېدلی دی.
د صهیونیسټي ماریو رسنیو د دغه راپور په دوام کې ادعا وکړه چې ایران د نفتو د صنایعو له بندیزونو په تیریدو او د تیلو د صنعت د وده په راستنولو کې بریالی شوی دی.
د دغه صهیونیسټي رسنۍ د راپور له مخې، د بندیزونو په مهار کولو کې د ایران د بریالیتوب په اړه معلومات د سپوږمکۍ له لارې ترلاسه شوي دي.
پورته ذکر شوي معلومات د سنتینل-۲((٢-Sentinel)سپوږمکۍ لخوا ثبت شوي چې د اروپا د فضا ادارې پورې اړه لري.
د پیغام پای/
Your Comment