د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، بلومبرګ، امریکایی اقتصادی رسنۍ نن چهارشنبه د کب لومړی نیته د تېلو د نړیوال بازار د سوداګرو په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، لیکلی چې د تیلو د صادراتو کارګو د کښتۍ څخه کښتۍ ته د لیږد زیاتوالی او د نفتو د وارداتو د بدیل ټرمینلونو رامینځته کیدل د ایران د تیلو وارداتو کې د زیاتوالي لامل شوي.
بلومبرګ د Kpler Ltd د لومړنیو معلوماتو په حواله ویلي چې د فبرورۍ په میاشت کې له ایران څخه د چین د تیلو واردات هره ورځ ١.٧٤ ملیون بیرلو ته لوړ شوي.
دغه احصایه له ایران څخه د تیلو په وارداتو کې د جنورۍ په پرتله او د ټرمپ د ادارې د واکمنۍ پر مهال په سلو کې ۸۶ زیاتوالی ښيي او له اکتوبر راهیسې د وارداتو کچه تر ټولو لوړه ده.
د دغې رسنۍ په وینا، چین معمولاً د ایران د خامو تېلو تر ټولو لوی پېرودونکی دی او ډېری صادرات یې کوچنیو او خپلواکو تصفیه خانو ته استول کېږي.
د ایران او چین ترمنځ سوداګري چې د تهران د عایداتو یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي، د امریکا د نوي حکومت له بندیزونو سره له یو نوي پړاو سره مخامخ شوې ده.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې امریکا غواړي د ایران د تېلو صادرات له اوسنۍ کچې ۱۰ سلنې ته راکم کړي.
بسنټ فاکس بزنس ته وویل چې دا د منلو وړ نه ده چې چینایان او شاید هنديان دې د ایران بندیز شوي تېل واخلي.
د پیغام پای/
Your Comment