کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت په بامیان ولایت کې د ۳۱ ښوونځیو د بیارغونې او ترمیم د بشپړیدو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو نن چهارشنبه د مرغومی په ۱۲مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د څه باندې ۹،۵ میلیونه افغانیو په لګښت په بامیانو ولایت کې د ۳۱ ښوونځیو د بیارغونې او ترمیم چارې بشپړې شوې دي.

د باميانو ولايت د پوهنې رئيس عنايت الله سحر وويل: په دې وروستيو کې د باميان په مرکز او ولسواليو کې د پوهنې ریاست ودانۍ او دارالعلوم په ګډون د ٢٩ بابه مدارسو او ښوونځيو ترميم چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

هغه زیاته کړه: د یادو ښوونیزو مرکزونو پر بیارغونه ټولټال ۹مېلیونه ۶۸۱ زره ۹۹۸.۳ افغانۍ لګښت راغلی، چې د دغه وزارت له بودیجې څخه تمویل شوی دی.

د سحر په وينا، د همدغو تعلیمي بنسټونو په فعالېدو سره  ۱۹۱ زره ۷۷ تنو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شو.

 د پیغام پای/