په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونیزو مرکزونو د بیارغونې ۱۷ پروژې پرانیستل شوې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د تعلیمي مرکزونو د بیارغونې د ١٧ پروژو د پرانېستلو اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي،  د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو یکشنبه د لیندۍ په ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د پکتیا ولایت په ۱۲ولسوالیو کې د ۱۵ بابه ښوونځیو او ۲ بابه مدارسو بیارغونې چارې، چې درې میاشتې وړاندې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه څه د پاسه ۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وې، اوسمهال بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 د پکتيا پوهنې رئيس مولوي عبدالقيوم فاروقي د ديني او عصري زده کړو د ارزښت په اړه د وينا پر مهال څرګنده کړه چې ښې او باکيفيته زده کړې يو مناسب تعليمي چاپېريال ته اړتيا لري او د پوهنې وزارت هڅه کوي، تر څو د مناسبو تعلیمي تاسیساتو د جوړولو او ترمیم سربیره د ماشومانو لپاره هر ډول لازمې ښوونیزې او روزنیزې آسانتياوې برابرې کړي.

 همدا راز، مشرانو او د خلکو استازو هم په دغه ولايت کې د ښوونيزو مرکزونو د بيا جوړولو له امله خوښي څرګنده او په دې برخه کې يې د پوهنې وزارت له کړنو مننه وکړه. په یوه بل خبر کې د پوهنې وزارت د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت په پکتیکا ولایت کې د ۴ ښوونځیو د جوړولو خبر اعلان وکړ.

 خبرځاى زياته کړه: د ملي بودجې څخه د ٢٤ ميليونه افغانيو په لګښت د پکتيکا ولايت د ورمۍ او تروې په سرحدي ولسواليو کې د څلورو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .