AP ۱۴۰۳ لړم ۵ ۲۲:۰۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85640182
T T
۰ Persons

Tags

په دايکنډي ولايت کې دوه باب شونځیو پرانستل شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت په دایکندي ولایت کې د دوو نویو ښوونځیو د جوړولو او فعالولو خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو نن شنبه د لړم په ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دایکنډي ولایت د تاق عروس او مهاجرینو ښوونځيو د څه باندې ۶۶۰ زره ډالرو په لګښت جوړ شوي او کټه اخيستني ته وسپارل شول.

د دايکنډي ولايت د پوهنې رئيس مولوي رحمت الله قنديلي په دې اړه وويل: د طاق عروس د لېسې پر ترميم ٣٥٠ زره ډالره او د شهرک مهاجرين لېسې پر ودانۍ ٣١٣ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې ټول اړين اړتیاوې لري او لګښت يې د دوو بنسټونو په همکارۍ ورکړل شوى دى. 

 د دايکنډي ولايت د پوهنې رييس د دغو ښوونځيو له مسوولينو او زده کوونکو څخه وغوښتل چې د خپلو ښوونځيو په ساتنه کې جدي پاملرنه وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .