AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۷ ۲۲:۴۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85683008
T T
۰ Persons

Tags

په غزني ولایت کې څه باندې ۴۰ ښوونځي بیارغول شول

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۱۷ ۲۲:۴۸
News ID: 85683008
په غزني ولایت کې څه باندې ۴۰ ښوونځي بیارغول شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت په غزني ولایت کې د ۲۸۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۲ ښوونځیو د بیارغونې اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو په خپله خبرپاڼه کې اعلان کړی چې په غزني ولایت کې د پوهنې د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۲۷۵ مېلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د ۴۲ بابه ښوونځیو له ډلې یې د ۲۵ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې روانې دي، چې څه باندې ۸۵ سلنه کارونه یې بشپړ شوې دي. 

 خبرځاى زياته کړه: په یاد ولایت کې د ۱۷ بابه نورو ښوونځیو د بیارغونې ۹۰ سلنه چارې هم د پوهنې له بودیجې څخه د ۱۴ مېلیونه افغانیو په لګښت بشپړېدو ته نږدې او په راتلونکي کې به پرانیستل شي.

 د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې د غزني ولايت د پوهنې دوستو خلکو له ښوونیز نظام سره ٥٠ مېليونه افغانۍ مرسته کړې، چې د پلان له مخې د دغه ولايت د ښوونځيو د بيارغونې په موخه به ترې ګټه واخيستل شي.

همدارنګه د غزني ولایت اوسېدونکو په خپلو سیمو کې د ښوونځیو د جوړولو لپاره ۸۰ جریبه ځمکه مرسته وکړه.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .